د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا له ښوونځیو د نجونو د پرله پسې شړلو په غبرګون کې ویلي چې نړۍ باید د افغان نجونو پر وضعیت سترګې پټې نه کړي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ د وري ۳ مه نیټه په ایکس کې لیکلي چې په افغانستان کې د ښوونځیو له بیا پرانیستلو سره به د نجونو ټولګي تش پاتې شي.
د دغه سازمان په وینا، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د دوی راتلونکی ویجاړوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړې اجازه نه وه ورکړې او نوی تعلیمي کال یې پیل کړ.
دا په پرله پسې توګه دوهم کال دی چې نجونې ښوونځي ته له تلو منع کېږي.
جمهورخبري آژانس