په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي، د دغه ولايت په مرکز کې يو پخوانى پوځي د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو د صابر په نوم دغه پخوانى سرتېرى د عبدالرحمن په نوم له يوه بل ملکي وګړي سره د تېرې چهارشنبې په ورځ د پنجشېر له مرکز څخه نيولى و.
سرچينې زياته کړې، چې صابر په تېر حکومت کې د پنجشېر په امنيې قوماندانۍ کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله.
هغه د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په کور کې اوسېده.
دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د مقاومت د جبهې د فعاليتونو له امله طالبان د پنجشېر اوسېدونکي شکنجه کوي، نيولي او وژلي دي.
جمهورخبري آژانس