داعش ډلې په کندهار ښار کې د طالب جنګیالیو د ځانمرګی برید مسئولیت په غاړه واخیست.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې برید کې لسګونه طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د دې ډلې په وینا، د پنشنبې په سهار د دې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودیدونکي واسکټ په کندهار کې د یوه دولتي بانک مخې ته د طالبانو د غونډې په منځ کې وچاوه.
داعش ویلي چې د دغه ځانمرګي بریدګر نوم «معاویه پنجشیري» وو.
د يادونې ده، چې په دې چاودنه کې ٢١ طالبان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.
دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله وال طالبان د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک مخې ته د خپلو معاشونو اخیستو په موخه راټول شوي وو.
په همدې حال کې طالبان له تېرو شلو کلونو راهیسې له همدې جنګي تاکتیک څخه په استفادې د پخواني حکومت ځواکونه په نښه کوي.
جمهورخبري آژانس