د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې پرونی ترهګریز برید په سختو ټکو غندلی او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د دغه شان پیښو په وړاندې یو همغږی او روښانه دریځ غوره کړی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار شنبې د وري ۴ مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د روسیې په پلازمینه مسکو کې هغه تروریستي برید په کلکه غندي چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه.
طالبانو ویلي: داعش چې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې ملکي وګړي په نښه کوي، یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې دا ډله د هغو استخباراتي کړیو په لاس کې ده چې هدف یې د اسلام بدنامول او ټوله سیمه ګواښل دي.
طالبانو د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د داسې پېښو پر وړاندې چې سیمه بې ثباته کوي، همغږي، واضح او پرېکنده دریځ غوره کړي.
د یادولو وړ ده چې په مسکو کې د داعش ترهګرې ډلې په برید کې نږدې ۱۵۰ تنه مړه او ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس