د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د شري ناروغي په ماشومانو کې خپرېږي.
دغه سازمان نن دوشنبې د کب ۲۸ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې شري یوه له ساري ناروغیو څخه ده.
د دغه سازمان په وینا، که یو کس دغه ناروغي ولري، ښايي ټول هغه کسان چې د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي نه وي، اخته شي.
نوموړي په اعلاميه کې له کورنيو وغوښتل، چې خپل ماشومان واکسين کړي، تر څو يې خوندي وساتل شي.
بايد يادونه وشي چې شري په افغانستان کې د ماشومانو تر ټولو عام ناروغي ده.
جمهورخبري آژانس