۰

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه پریکړه لیک تصویب کړ

شنبی ۲۶ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۸
د اروپا پارلمان د خپلو استازو د اکثریت په مثبتو رایو سره په افغانستان او وینزویلا کې د بشري حقونو د درناوي په اړه دوه پریکړه لیکونه صادر کړل.
د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه پریکړه لیک تصویب کړ
د اروپا پارلمان د خپلو استازو د اکثریت په مثبتو رایو سره په افغانستان او وینزویلا کې د بشري حقونو د درناوي په اړه دوه پریکړه لیکونه صادر کړل.

دغه پارلمان په افغانستان او وینزویلا کې د بشري حقونو د درناوي په اړه دوه پریکړه لیکونه چې د پنشنبې (کب ۲۴ مه) په ورځ یې په حق کې ۵۱۳ رایو، ۹ مخالفو او ۲۴ غیر حاضرو رایو سره تصویب کړل.

د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان په اړه په پرېکړه ليک کې ويلي، چې طالبانو قضايي سيستم له منځه وړی او قاضيانو ته يې امر کړی، چې په بشپړ ډول د شرعي قانون پلي کړي.

د دوی په وینا، طالبانو په عملي توګه ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه ایستلي دي او دا کار د جنسي ځورونې او جنسي تیري په څیر دی.

د اروپا پارلمان پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون په ځانګړې توګه زده کړو او کار ته لاس رسی بېرته پیل کړي.

د سازمان په وینا، عامه سزا او اعدام، وحشیانه تعذیب او تبعیض پالیسي، په ځانګړې توګه د ښځو، جنسي، قومي او مذهبي اقلیتونو په وړاندې باید سمدستي ودرول شي.

د اروپايي اتحاديې په پرېکړه ليک کې راغلي چې له طالبانو سره د دې اتحاديې هر ډول تعامل يوازې د شورا له خوا ټاکل شويو سختو شرايطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سپارښتنو سره سم دوام لري.

په دغه پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې اروپايي ټولنه د افغانستان د مدني ټولنې د غوښتنې ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په رامنځته کولو سره د جرمونو د نړیوالې محکمې د تحقیقاتو له لارې طالبان د خپلو جرمونو په اړه حساب کتاب وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي