امریکايي سناتور مارکو روبیو د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د واشنګټن د مالي مرستو د بندولو طرحه وړاندې کړې ده.
دغه امریکايي سناتور تېره شپه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، تر هغه چې دا یقیني شي چې بشري مرستې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لپاره نه کارول کېږي، ملګري ملتونه باید د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.
هغه زیاته کړه، تر هغه چې ډاډه نه وي، موږ باید د ملګرو ملتونو له مرستې ډډه وکړو، ځکه زموږ پیسې باید د طالبانو د رژیم په ټینګولو کې ونه لګول شي.
په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر مخکې ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې د امریکا له بشري مرستو ګټه اخلي.
خبرگزاری جمهور