۰

ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د نشه يي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی

چهارشنبه ۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۲
ملګري ملتونه وايي، که څه هم په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت کم شوی دی، خو لا هم د مخدره توکو ترټولو لوی تولید کونکی هېواد دی.
ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د نشه يي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی
ملګري ملتونه وايي، که څه هم په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت کم شوی دی، خو لا هم د مخدره توکو ترټولو لوی تولید کونکی هېواد دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د تریاکو د تولید په اړه د دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال د سروې د پایلو له مخې، چې پرون سه شنبې د وري ۲ مه خپره شوه، د تېر کال د افغانستان د ناخالصو تولیداتو ارزښت له ۱.۸ څخه تر ۲،۷ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوی دی.
 
راپور وايي، د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د کوکنارو د کرلو د فصل په پای کې په افغانستان کې ۱۷۷۰۰۰ هکتاره ځمکه د کوکنارو تر پوښښ لاندې راغلې وه.
 
دا شمېره د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښيي، کله چې د کوکنارو د کښت شاوخوا ۴۷ زره هکتاره ځمکه کمه شوې ده.
 
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) ټینګار کړی چې په تېرو دوو لسیزو کې د کوکنارو کښت په پرله پسې ډول زیات شوی دی.
 
د دغه دفتر په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو تر ټولو زیات کښت د هېواد په جنوب لوېدیځ کې (۷۹٪)، ورپسې په لوېدیځ کې (۱۰٪) او د هېواد په شمال کې (۶٪) شوی دی.
 
ختیځې او شمال ختیځې سیمې هر یو د کوکنارو د ټول کښت 2% جوړوي، جنوبي او مرکزي سیمې په ګډه د کوکنارو د ټولو کښت ۰.۸٪ جوړوي.
 
هلمند هم د کوکنارو په کرکیله کې مخکښ ولایت دی، ورپسې کندهار، فراه، ارزګان، بادغیس، فاریاب، بدخشان، نیمروز او بلخ دي. په ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو د پاکو ولایتونو شمېر هم له ۱۲ څخه ۱۱ ته راټیټ شوی دی.
 
سمنګان ولایت چې له کوکنارو پاک وو، د کوکنارو د ځپلو ولایتونو په ډله کې شامل شو او شمېر یې ۲۳ ته لوړ شو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي