د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د عفوې فرمان پر عملي کېدو ټینګار کړی وايي، که چا له دغه فرمانه سرغړونه وکړه، مجازات به شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه له هغې وروسته ورکړه، چې د امریکا په ګډون ۲۲ لوېدیځو هېوادونو د څاروونکو بسټونو د ادعا شویو راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د مخکني حکومت د غړو او امنیتی ځواکونو په ترور او وژنو خواشني وښوده.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې دوی د عفوې د فرمان پلي کولو ته پوره ژمن دي او د مخکني نظام کارکوونکي د پخواني مخالفت له امله نه ځورول کېږي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوي، چې که د طالبانو اسلامي امارت هر غړی د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه کوي قانوني چلند ورسره کېږي او مجازات کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په دې هم ټینګار شوی، چې د پېښو کلکه پلټنه کېږي؛ خو بې ثبوته شایعات د اعتبار وړ نه دي.
د کورنيو چارو وزارت هم پرون د بشري حقونو د څار ډلې راپور ته غبرګون وښوده او دا راپورونه یې بې بنسټه وبلل.
د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایي، د بشري حقونو د څار ډلې چې کوم راپور ورکړی ناسم دی او په وینا یې که دوی اسناد لري نو د اسلامي امارت سره یې د شریک کړي تر څو یې په اړه اقدامات وشي.
بل خوا د طالبانو لیکو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطف الله حکیمي هم د بشري حقونو د څار ډلې راپور ناسم وباله او زیاته یې کړه، که چېرې دغه ډول پېښې شوې هم وي ښايي د شخصي دښمنیو له امله شوې وې نه دا چې د امارات غړو د څوک له کوره ایستلي او وژلي وي.
جمهورخبري آژانس:کابل