۰

د کرکټ نړیوالې شورا اصغر افغان ته مبارکي ورکړه

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۴
د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ‌ مخکني کپتان او لوبغاړي اصغر افغان ته د هغه ښې کارکردګۍ له کبله مبارکي ورکړه.
د کرکټ نړیوالې شورا اصغر افغان ته مبارکي ورکړه
د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ‌ مخکني کپتان او لوبغاړي اصغر افغان ته د هغه ښې کارکردګۍ له کبله مبارکي ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان پرون یکشنبې د لړم ۹ مه له نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه او وروستۍ لوبه یې له نمیبیا سره وکړه چې په ۳۱ منډو وسوځېده.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، ښاغلی افغان د توپ وهونکي او د خپلې لوبډلې د مشر په توګه د خپل هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا سرپرست اجرايي مشر جیف الاردیس په اعلامیې کې ویلي دي: « د کرکټ د نړیوالې شورا په استازیتوب، هغه ته په اینده کې د بریا هیله لرم او هیله ده چې په را روانو کلونو کې له کرکټ سره تړلی پاتې شي.»

د کرکټ د نړیوالې شورا زیاته کړې، اصغر افغان د دغې شورا په اوو لویو نړیوالو جامونو او سترو سیالیو کې لوبېدلی دی.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ټولې ۱۱۴ یوه ورځنۍ لوبې کړې چې ۲۴۲۴ منډې لري. یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس ښاغلي افغان تر دې دمه ټولې ۷۴ شل اوریزې لوبې کړې چې ۱۳۵۱ منډې یې کړي دي. او شپږ ټست لوبې یې کړې چې ۴۴۰ منډې یې لري چې یوه یې سلیزه ده.

ښاغلی افغان په ۲۰۱۷ کې د نوروز منګل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي لوبدلې کپتان وټاکل شو او نن یې د نړیوال کرکټ وروستۍ ورځ وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي