۰

مکرون: فرانسې له طالبانو سره خبرې کړي

یکشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، فرانسه له افغانستانه د نورو خلکو د اېستلو په اړه له طالبانو سره د خبرو په حال کې ده.
مکرون: فرانسې له طالبانو سره خبرې کړي
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، فرانسه له افغانستانه د نورو خلکو د اېستلو په اړه له طالبانو سره د خبرو په حال کې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهلت د اګست په ۳۱مه، (د سنبلې یا وږي نهمه) پای ته رسېږي او ورسره د هغو افغانانو د وتلو پروسه هم عملا بندېږي چې فکر کوي ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.
 
مکرون پرون شنبې د وږي ۶ مه د منځني ختیځ د کړکېچ د حل پر لارو چارو د بحث په سرمشریزه کې چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې جوړه شوې وه ویلي، هېواد یې له طالبانو سره د افغانستان د بشري وضعیت او د نورو وګړو د احتمالي وتلو په اړه مقدماتي خبرې پیل کړې دي.

مکرون زیاته کړه چې فرانسې له قطر سره هم له افغانستانه د پاتې کسانو وتلو ته د امکاناتو د برابرولو په اړه خبرې کړي خو هغه یادونه وکړه چې تراوسه هېڅ قطعي پرېکړه نه ده شوې.

مکرون چې په یوه خبري غونډه کې وینا کوله وویل، فرانسه په دې خبرو کې له طالبانو غواړي چې د بشري مرستو رسولو ته لاره ورکړي او هغو افغانانو ته چې ژوند یې په خطر کې دی له هېواده د وتلو اجازه ورکړي خو دا خبرې د ده په وینا په نازک حالت او مقدماتي پړاو کې دي.
 
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې فرانسې د جمعې په ورځ اعلان کړی و، چې د کابل د هوايي ډګر له لارې د خپلو وګړو او تر ګواښ لاندې افغانانو د اېستلو ماموریت یې بشپړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي