۰
د هسکې مېنې قومي مشران:

که چا د دولت له مخالفینو سره همکاري وکړه نغدي جریمه به شي

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۶
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې که چا د دولت له وسله والو مخالفینو سره همکاري او مرسته وکړه د قوم له خوا به نغدي جریمه شي.
که چا د دولت له مخالفینو سره همکاري وکړه نغدي جریمه به شي
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې که چا د دولت له وسله والو مخالفینو سره همکاري او مرسته وکړه د قو له خوا به نغدي جریمه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قومي مشرانو پرون سه شنبې د غبرګولي ۴ مه په یوه ناسته کې پرېکړه کړې او سرغړونکې کورنۍ ته یې سل زره نغدي جریمه ټاکلې ده.

قومي مشرانو ویلي، ولس به د امنیت په تامین کې له حکومت سره همکاري کوي، تر څنګ به یې ودرېږي او هغه کسان چې مخالفینو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړي او یا هم پرې ثابته شي چې له وسله والو سره اړیکې لري، قوم به ترې سل زره افغانۍ د ناغې په توګه اخلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په همدې ورځ د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ قومي مشرانو هم ورته پرېکړه کړې، خو دوی بیا ویلي که چا له مخالفینو سره همکاري وکړه یو میلیون افغانۍ به جریمه شي.

د دوربابا قومي مشرانو د سرغړونکې کورنۍ څخه د یو میلیون ناغې اخیستلو تر څنګ دا پرېکړه هم کړې، چې کور به یې سوځول کېږي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي