۱

په شپږو میاشتو کې کابو ۳ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۴
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې کابو ۳ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شپږو میاشتو کې کابو ۳ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې کابو ۳ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، په تېرو ۶ میاشتو کې په ۸۸۰ امنیتي پېښو کې ۲۹۵۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې ویل شوي، په همدې موده او دغه امنیتي پېښو کې  ۱۲۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپیان شوي دي.
راپور ښيي، چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی دي.

د تېرمیلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې۳۳۳۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د کمېسیون په وینا ۹۷۹ په کې وژل شوي و او ۲۳۵۹ ټپیان شوي دي.

د کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري نن سه شنبې د چنګاښ۲۴ مه کابل کې  له خبریالانو سره د دغه راپور د شریکولو پر مهال و ویل، چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نظري په وینا په دغه موده کې د طالبانو د ډلې له خوا په ټولیز ډول ۱۹۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ټولې مرګ ژوبلې ۴۸.۵ سلنه جوړي.

دی وايي، د حکومت له لوري په ټولیز ډول د مرګ ژوبلې کچه په همدې موده کې ۱۵.۵ سلنه، د داعش له لوري ۶.۳ سلنه او د بهرنیو ځواکونو له لوري ۲.۳ سلنه ده.

د کمېسیون په راپور کې ویل شوي، چې سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال لومړیو شپږو میاشتو پرتله د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۳۳ فیصده او د ښځو په مرګ ژوبله کې صفر اعشاریه پنځه فیصده کموالی راغلی وو.

د راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو ۳۱ فیصده په هدفي وژنو کې، ۲۶ فیصده د سړک د غاړې او مقناطیسي مایونونو په چاودنو پيښ شوی دی.

همداشان کمیسیون د راپور له مخې ۱۲.۷ فیصده تلفات د توغندیو او درنو وسلو په ډزو کې او ۱۱.۷ فیصده یې په ځانمرګو بریدونو کې پيښ شوي دي.

د دغه راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله په ځمکنیو عملیاتو ،هوايي بمباریو او شپنیو عملیاتو کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی ښودل شوی دی.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون په راپور کې پر ملکي تاسیساتو او خبریالانو باندې د بریدونو یادونه هم شوې  وايي، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کمیسیون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ پیښې ثبت کړي چې ۴ د خبریالانو د وژلو لس نورو د ټپي کیدو پيښې هم په کې شاملې دي.

کمیسیون په افغانستان د ټولو ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې ښکیلې غاړې باید پر ملکي تاسیساتو او د افغان حکومت پر ملکي مامورینو، مرستې رسونې کارکوونکو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي