۰

یوناما: طالبان باید د ورکو شویو ښځینه فعالانو په اړه معلومات وړاندې کړي

شنبی ۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۷
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما کابل کې د دوه ښځینه مدني فعالانو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما: طالبان باید د ورکو شویو ښځینه فعالانو په اړه معلومات وړاندې کړي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما کابل کې د دوه ښځینه مدني فعالانو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن شنبې د سلواغې ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي، چې د ټولو افغانانو د حقوقو او د دوی د ساتل کېدو د ځای په اړه معلوات ورکړي.

یوناما وايي، راپور ورکړل شوی چې دوې افغان ښځینه فعالانې تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهېم خېل تیره چهارشنبه له خپل کور څخه تښتول شوي دي.

یادې ادارې ویلي، دوی له طالبانو غواړي چې د هغوی د ساتل کېدو د ځای او د ټولو افغانانو د حقوقو د ساتنې په اړه معلومات ورکړي.

یادې ښځینه فعالانې چې د حجاب او طالبانو د یولړ نورو محدودیتونو پر ضد یې د کابل ښار په وروستیو لاریونونو کې برخه اخیستې وه، د تیرې چهارشنبې په شپه یوې ویډیو کې ادعا وکړه چې د طالبانو اړوند کسانو یې پر کور چاپه وهلې ده.

د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په دغه پېېښه کې خپل لاس لرل رد کړل.

یاد ریاست پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې دوی په دې اړه معلومات نلري او نه هم یاده مېرمن د دوی د کسانو لخوا نیول شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم تیره ورځ وویل چې د تمنا زریاب پریاني په نوم مېرمنې پر کور د «اسلامي امارت» د هېڅ ارګان لخوا چاپه نه ده وهل شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، په ټولنيزو رسنیو کې د تمنا زریاب پریاني په نوم یوه ميرمن چې له خپل ځان څخه يې ويډيو کړې او داسې ښيي چې ګواکې د اسلامي امارت مجاهدینو د هغې په کور چاپه وهلې.

سرچینې زیاته کړې، واقعيت دا دی چې په نوموړي میرمن د اسلامي امارت د هېڅ ارګان له لورې چاپه نه ده وهل شوې.

خو په وینا یې متاسفانه ځينې کسان په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو او د مجاهدينو د بدنامۍ په غرض دا ډول هڅې کوي خو دا ډول کړنې په مجاهدینو پوري هیڅ تړوا نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي