۰

د امریکا پراختیايي ادارې بېرته افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل

پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۶
افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي چې د امریکا پراختیايي ادارې یا یو ایس اې ای ډي خپل فعالیتونه په افغانستان کې له سره پیل کړي دي.
د امریکا پراختیايي ادارې بېرته افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل
افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي چې د امریکا پراختیايي ادارې یا یو ایس اې ای ډي خپل فعالیتونه په افغانستان کې له سره پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار اداره وايي، یادې ادارې ورته ویلي چې د دوی ځینې برخې په افغانستان کې فعالیت کوي او هغه چارې پر مخ وړي چې د امریکايي حکومت له مستقیمې بودیجې نه تامینېږي.

سیګار دغه راز کاږي چې د امریکا پراختیایي ادارې د پخواني حکومت له چارواکو سره اړیکې پرېکړې دي او ټولې هغه چارې ځنډول شوې چې بودیجه یې افغان لوري ته لېږدول کېده.

د امریکا پراختیایي ادارې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلو برخو کې میلیاردونه ډالر لګول او تر ډېره یې د انکشاف او حکومتولۍ په برخه کې پانګونه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي