۰

افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا غږېدلي دي

پنجشنبه ۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۲
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزه اړیکو پر پراختیا او ټینګښت خبرې اترې کړې دي.
افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا غږېدلي دي
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزه اړیکو پر پراختیا او ټینګښت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حفني پرون چهارشنبې د کب ۴ مه کابل کې د قطر له سفیر سعد بن مبارک سره کتلي دي.

امارت وايي، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د تجارتي تعامل پر ډېرېدو او د پانګونې لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي حنفي له قطر هېواد څخه د بشردوستانه مرستو د جلب په برخه کې هم د همکاریو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، چې واک ته د امارت تر رسېدو وروسته قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې راشه درشه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي