۰

ولسمشرغني کاپيسا ولایت ته ولاړ

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولایت ته تللی دی.
ولسمشرغني کاپيسا ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولایت ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه کاپیسا ولایت ته ولاړل.

سرچینه وايي، ښاغلي غني به د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې له قومي مشرانو، ځایي چارواکو، ځوانانو او د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ناستې ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر به د کاپیسا عمومي وضعیت ارزوي او د دغه ولایت د خلکو ستونزې به له نږدې اوري.

محمد اشرف غني تېره اونۍ لوګر ولایت ته هم په ورته سفر تللی و او له خلکو سره یې له لیده کاته وروسته ژمنې تازه کړې وې.

افغان ولسمشر داسې مهال ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پيل کړې، چې ورسره د سولې خبرود تودېدو ترڅنګ په ټول هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی.

ښاغلي غنی  څو ورځې وړاندې خپل پلرني ټاټوبي لوګر ولایت ته هم تللی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي