۰

ولسمشرغني بلخ ولایت کې امنیتي غونده کړې

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته رسېدو سره سم د ولایت مقام کې امنیتي غونډه کړې او د شمال د امنیت وضعیت د کنټرول په موخه یې چارواکو ته لارښونې کړې.
ولسمشرغني بلخ ولایت کې امنیتي غونده کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته رسېدو سره سم د ولایت مقام کې امنیتي غونډه کړې او د شمال د امنیت وضعیت د کنټرول په موخه یې چارواکو ته لارښونې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غنی او وروسره پلاوی نن سه شنبې د زمري ۲۰ مه مزارشریف ښار ته ورسېده او وروسته یې امنیتي غونده راوبلله.

په دغه غونډه کې د ځايي چارواکو تر څنګ، د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور، د حزب اسلامي پخواني وتلي قوماندان جنرال جمعه خان همدرد، د ولسمشر امنیتي سلاکار محمد محقق او ځینو نورو پوځي او ملکي چارواکو ګډون درلود.

د ارګ خبرپاڼه وایي، د غونډې په پیل کې، په شمال زون کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د خپل تیاري راپورونه او برنامې شریکې کړې.
 
سرچینه زیاتوي، دغه چارواکو و ویل، چې د دولت په چوکاټ کې د ولسي پاڅونونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او په ګډه به په شمال زون کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتولي، ولسمشر غني هم د راپورنو او برنامو تر اورېدو وروسته په شمال زون کې د وضعیت د کنټرول لپاره اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي