۰

ولسمشرغني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د افغان سولې او افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشرغني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره تلېفوني خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د افغان سولې او افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او بلېنکن تلېفوني خبرې پرون سه شنبې د زمري۱۲ مه شوې او دواړو لورو د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د وسله والو طالبانو له خوا روانې حملې او بریدونه په کلکه غندلي  ویلي یې دي، چې دا تاوتریخوالی د منلو نه دی.

انتوني بلېنکن د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په زیاتیدو باندې د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې یو ځل بیا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د بهیر په چټکولو کې هم د امریکا په رول ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني او ښاغلي بلینکن د طالبانو د بریدونو د غندلو په ترڅ کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په ګړندي کولو او سیاسي تفاهم باندې ټینګار وکړ.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د طالبانو بریدونه چې بشري حقونو ته په کې ډېره کمه توجه شوې محکوم او د بې ګناه افغانانو د مړینو او د ملکي وګړو په بې ځایه کېدو خواشني ښودلې دي.

ولسمشر غني او بلېنکن پر داسې مهال خبرې کوي، چې له یوې خوا افغانستان کې جګړو زور اخیتسی او له بلې خوا د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي