۰
ولسمشرغني:

د سیاسیونو او نړیوالو سره مشورې روانې دي، ژر به یې نتیجه له ملت سره شریکه کړم

شنبی ۲۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد د روان وضعیت په اړه د افغان سیاسیونو، مشرانو، رهبرانو او نړیوالو متحدینو سره سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به یې نتیجه د ملت سره شریکه کړی شي.
د سیاسیونو او نړیوالو سره مشورې روانې دي، ژر به یې نتیجه له ملت سره شریکه کړم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد د روان وضعیت په اړه د افغان سیاسیونو، مشرانو، رهبرانو او نړیوالو متحدینو سره سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به یې نتیجه د ملت سره شریکه کړی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن شنبې د زمري ۲۳ مه په یوه پیغام کې و ویل، چې افغانستان د بې ثباتۍ له یوه جدي خطر سره مخ دی، خو په وینا یې د دوی هڅه دا ده، چې د لا نورې بې ثباتۍ او ګډوډۍ مخه ونیسي.

ښاغلي غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له هغوی سره د ولس د درېدو ستانیه وکړه او ویې ویل، چې په اوسنی وضعیت کې د قواوو انسجام د حکومت لومړیتوب دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه یې جدي اقدامات تر لاسه لاندې نیولي او تر څنګ یې دا هڅه کوي، چې بې ځایه شویو هېوادوالو ته رسېدلي وشي.

ولسمشر ولس ته ډاډ ورکړ، چې د نورې بې ثباتۍ، کډوالۍ او روان وضعیت مخنیوی به کوي او تاریخي هڅه یې دا ده، چې افغانان د پردۍ تپل شوې جګړې قرباني نه شي.

هغه و ویل«تاریخي تلاش مې دا دی، چې د پردیو تپل شوې جګړه نور زموږ د بې ګناه خلکو د وژنو، تاسیساتو د ورانولو، د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوڼو د له منځه تلو او نورو ستونزو سبب نه شي.»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې په همدې خاطر یې له سیاسیونو او نړیوالو متحدینو سره سلا مشورې پیل کړې، چې اوس هم دوام لري او ژر به یې نتجیه له ولس سره شریکه کړي.

افغان ولسمشر د خپل پیغام په پای کې و ویل، چې افغانان یو سر لوړی افغانستان غواړي او په همدې لار کې ولاړ دي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پرون له دوحې راغلی او له ولسمشر غني سره یې په امنیتي غونده کې لیدلي دي.

ویل کېږي ښاغلي عبدالله له ځان سره د سولې یوه طرحه راوړې، چې پر بنسټ یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک پرېږدي، موقت حکومت به رامنځ ته کېږي او طالبان به شپږ میاشتې اوربند اعلانوي.

خو دا خبرې تر اوسه حکومتي سرچینو او طالبانو نه دي تایید کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي