د افغان پوځ چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه د لسو قوماندانو په ګډون ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول رادو چارواکي زیاتوي، د سېلاب ۱۵ قهر تر نوم لاندې دغه عملیات د تېرو څلورو ورځو راهیسې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې پیل شوي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د درېیمې لوا قوماندان ډګروال عبدالقادر
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه د ۱۰ قوماندانو په ګډون ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وايي، دغلته شاوخوا درې سوه طالبانو شتون درلود، چې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ډېری یې غرونو ته تښي او نېږدې ۲۷ کلي ترې پاک شوي دي.
دغه پوځي چارواکی زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې یو د پوځ او یو د ملي پولیسو سرتېری هم وژل شوي او یو د ملي اردو سرتېري ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا