۰

کاپیسا کې یو ځانمرګی له بریده وړاندې وژل شوی

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.
کاپیسا کې یو ځانمرګی له بریده وړاندې وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهار شنبې د غبرګولي ۹ مه د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کاپیسا د پولیس قوماندان محمد رزاق یعقوبي وايي، برید کوونکي غوښتل په نجراب ولسوالس کې پر یوه امنیتي پوسته چاودنه وکړي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او ویې واژه.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د برېدګر له پېژندلو او وژل کېدو سره سم یو شمېر طالبان لهامنیتي ځواکونو سره په جګړه کېوتي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره تر مخ کېدو وروسته په شاه تمبول شوي دي.

د هغه په وینا طالبانو غوښتل لومړی پر امنیتي پوسته ځانمرګی برید وکړي او وروسته پر امنیتي پوسته برید وکړي، خو دا پلان یې شنډ شو.

دی وايي په جګړه کې دوه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي.

د پروان امنیه قوماندان زیاتوي، چې په جګړه کې درې پولیس هم ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي