د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې ادعا کړې، چې طالبانو د برېتانیا یو تبعه پلازمېنه کابل کې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، نیول شوی برېتانوی ګرانټ بیلي نومېږي او تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې بیلي د امنیتي سلاکار په توګه افغانستان کې فعالیت درلود، چې د شنبې په ورځ لا درکه شو او هغه مهال هم د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې وو.
په ورته وخت ډیلي میرور ورځپاڼې هم ویلي، چې یو برېتانوی وګړی د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د نیول شوي کس هویت نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي، چې د دوی یو وګړی نیول شوی او دوی یې له کورنۍ سره په تماس کې دي.
رسنۍ وايي، ګرانټ بیلي د افغانستان لوېدیځ کې دنده درلوده او د ولایتونو د سقوط پر مهال کابل ته تللی وو.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل