له هغې وروسته چې طالبانو په هلمند او ځینو نورو سیمو کې امریکايي ځواکونه خوا شوي بریدونه د دوحې د هوکړې سرغړونه وبلله، افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو هم غبرګون شودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیټ وايي، پر طالبانو باندې د امریکا د هوایي ځواک بریدونه د امریکا-طالبانو د موافقه لیک د موادو سره په ټکر کې نه دي.
نوموړي په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه یواځې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دفاع په خاطر شوي دي.
د امریکايي ځواکونو ویاند ټینګار کړي، چې دا بریدونه د هوکړې خلاف نه دي او په وینا یې که طالبان بیا بریدونه وکړي نو د دوی ورته بریدونه به بیا هم وشي.
سوني لګیت زیاته کړې«ټوله نړۍ په هلمند کې د طالبانو د بریدونو شاهده وه؛ هغه بریدونه چې په زرګونو بیګناه ملکي افغانان یې ټپیان او بیځایه کړل.»
د امریکايی ځواکونو ویاند وايي، دوی له ټولو اړخونو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او اجازه ورکړي چې سیاسي بهیر پرمخ ولاړ شي.
له دې دمخه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د تاوتریخوالي د نه کمولو په صورت کې دې د غبرګون په تمه اوسي.
د یادونې ده، چې طالبانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امریکايي ځواکونو هلمند او ځینو نورو سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې، چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن دي، خو امریکايي لوری دغه هوکړې ته ژمن نه دی او د هوکړې خلاف یې بریدونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل