۰
حکومت کې له تبعیضي اعمال د وکیلانو نیوکه:

هزاره ګان او ترکمنان کاملآ څنډې ته کړای شوي دي

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
د ولسي جرګې ځینې غړي د ملي یووالي حکومت په تعبیضي کړنو تورن کړ وایي، په دغه حکومت کې هزاره ګان او ترکمنان د دولت له بدنې څخه کاملآ څنګ ته وهل شوي دي.
هزاره ګان او ترکمنان کاملآ څنډې ته کړای شوي دي
د ولسي جرګې ځینې غړي د ملي یووالي حکومت په تعبیضي کړنو تورن کړ وایي، په دغه حکومت کې هزاره ګان او ترکمنان د دولت له بدنې څخه کاملآ څنګ ته وهل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وکیلان زیاتوي، په داسې حال کې، چې اساسي قانون هر ډول تبعیض او امتیاز پر اتباعو منع کړی دی، خو بیا هم لېدل کېږي، چې هزاره او ترکمن د سیستماتیک تبعیض قرباني شوي دي.

جرګه کې  دایکندي استازي علي اکبر جمشیدي و ویل د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر نه شي کولی له خپل مقا څخه د خپلو حزبي، قومي او زبنۍ ګټې لپاره کار واخلي، اما په ډېره خواشنۍ، چې اوسنۍ حکومت د قانون خلاف د افغانستان پر مېشتو قومونو په ځانګړي ډول له هزاره ګانو سره تبعیض کوي.

نوموړي و ویل، چې د ملي یووالي حکومت په دې وروستیو دریو کلونو کې هزاره ګان د دولت په بدنه کې په بدترین حالت کې دي او دا واقعآ د ناامیدۍ وړ ده.

دی وایي، دا مهال یو هزاره وزیر په کابیه کې نشته، نظامي کدرونه یې د امنیتي بنسټونو څخه څنګ ته کړای شوي دي او دغه راز د معینانو، رایسانو، ولایتونو او سیاسي نماینده ګیو کې هم د هزاره ګانو شتون کاملآ کم دی.

علي اکبر جمشید و ویل، چې دغه څه د ملي یووالي په ګټه دي او که چېرته همداسې دوام وکړي او د قومي تبعض مخنیوی ونه شي دا کار به هېواد کې ستونزې ډېرې او د نظام په چپه کېدو به پای ورسېږي.

دغه راز ولسي جرګه کې د فاریاب استازي محمد شاکر کریمي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې همدا ډول کار په دولت کې د ترک تبارو په حق کې هم تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې له ترکمن قوم څخه یو کس هم وزیر، معین او یا هم سفیر نه دی او دغه راز په نظامي برخه کې هم ځینې جنرالان په کور کېنول شوي دي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي