۰

روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو

یکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د کندهار د نوي والي توګه ټاکل شوی دی.
روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو
د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د کندهار د نوي والي توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، ښاغلي خانزاده د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ولسمشر په منظوری د کندهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

روح الله خانزاده تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی وو.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات، خو ارګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې حیات ولرې له دندې لرې کړی شو.

بل خوا دا هم ویل کېږي، چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان هم له دغه دندې لرې او پر ځای یې فرید مشعل د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټال شوی دی.

سرچینې دا هم وايي، چې تادین خان د سرحدی ځواک د لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوی، خو تر اوسه رسیمي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي