۰
د ولسي جرګې رییس:

ټاکنیزې ډلې دې مسائل د خبرو له لارې حل کړي

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي چې د ټاکنو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې له امله راټوکېدليو جنجالونو اندېښمن کړي دي.
ټاکنیزې ډلې دې مسائل د خبرو له لارې حل کړي
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي چې د ټاکنو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې له امله راټوکېدليو جنجالونو اندېښمن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رحماني په یوه اعلامیه کې زیاته کړې له بده مرغه چې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان ونشو کولی چې د نوماندانو قناعت لاسته راوړي او له همدې امله راپورته شوي جنجالونه د سختې اندېښنې وړ دي.

د هغه په وینا په داسې حال کې چې هېواد ورځ تر بلې بین الافغاني مذاکراتو ته د نږدې کېدو په حال کې دی، دا ستونزې کولی شي افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي.

رحماني له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې ده چې د خبرو له لارې، خپلې ستونزې حل او اجازه ورنه کړي چې روان وضعیت د افغانستان سیاسي ثبات له ګواښونو سره مخ کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي ولسي جرګه له روان بد وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره د معقولو حل لارو پیدا کولو ته چمتو ده او له دواړو لوریو غواړي چې د مذاکرې مېز ته حاضر او د خلکو او هېواد پر وړاندې خپله ملي وجیبه ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي