۰

یوه برتانوي افسر په افغانستان کې د خپلو همکارانو د جنګي جرمونو اسناد پولیسو ته ورکړل

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۶
سنډې ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې په دې وروستیو کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه افسر په افغانستان کې د خپلو همکارانو د جنګي جرمونو اسناد د دغه هېواد پولیسو ته سپارلي دي.
یوه برتانوي افسر په افغانستان کې د خپلو همکارانو د جنګي جرمونو اسناد پولیسو ته ورکړل
سنډې ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې په دې وروستیو کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه افسر په افغانستان کې د خپلو همکارانو د جنګي جرمونو اسناد د دغه هېواد پولیسو ته سپارلي دي.

د دغه برتانوي افسر د راپور پر بنسټ، پوليسو ته يې يو خوندي صندوق وړاندې کړ چې په کې د ځانګړو هوايي ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو د وژل کېدو شواهد ساتل کېدل.

راپور زیاته کړه: "په دې فایلونو کې د خدمت کونکو سرتیرو اعترافات ، د بحران په اړه [د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر ته] بریښنالیکونه او همدارنګه د پولیسو پلټونکو ډایریونه شامل دي."

دغې سرچينې چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې معلومات ورنه کړل، د ٢٠٠٩ او ٢٠١٣ کلونو ترمنځ د برتانيا د ځانګړو هوايي ځواکونو د عملياتو مشري په غاړه درلوده.

برتانوي ځانګړي ځواکونه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د وژل شویو افغانانو پر جسدونو د وسلو په ایښودلو تورن دي.

په همدې حال کې د دغو تورونو د څېړلو لپاره د بریتانیا حکومت د «افغانستان په اړه د خپلواکې څېړنې» په نوم څېړنه پیل کړې ده.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي