سمنګان ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبکات ښار کې د ځمکې ښویېدو له امله شاوخوا ۵۰ کورنۍ کډه شوې دي.
دغه پېښه نن سه شنبې د وري ۲۱ مه د ايبک ښار د خوږياڼو په کلي کې رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړې، چې په څو کنډو کې د خپګان ژوروالى شاوخوا ٥٠ متره دى.
ویل کیږي چې کورنۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي په خاطر له سیمې څخه ایستل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د دې پېښې د رسنيو د پوښښ مخه نيولې ده.
جمهورخبري آژانس