۰

د اروپا او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۱
په منځنۍ اسیا کې د اروپايي ټولنې استازی وايي چې د دغې اتحادیې استازو د منځنۍ اسیا د هېوادونو له استازو سره په ګډه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د اروپا او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
په منځنۍ اسیا کې د اروپايي ټولنې استازی وايي چې د دغې اتحادیې استازو د منځنۍ اسیا د هېوادونو له استازو سره په ګډه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دغې ادارې نن چهارشنبې د سلواغې ۲۵مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې دغه غونډه د قرغزستان په پلازمېنه استانه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په ګډون جوړه شوې وه.

د اعلامیې پر بنسټ، په دې کتنه کې په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره پر همکاریو خبرې شوې دي.

که څه هم په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي؛ دا په داسې حال کې ده، چې دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د نړۍ د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ مه په دوحه کې غونډه جوړه شي.

دا غونډه به د ملګرو ملتونو په کوربه توب ترسره شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې ادارې پر وړاندیزونو په ځانګړې توګه د دغه راپور په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه خبرې وشي. په دغه راپور کې طالبان د بشري وضعیت او د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د نړیوالو غوښتنو منلو ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو په دې وروستیو کې د طالبانو په ملاتړ پراخ لابینګ پیل کړی دی.

ښایي د اروپا او منځنۍ اسیا د استازو د غونډې هدف د دې ډلې لپاره لابي کول وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي