د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلی او په نړیواله کچه مشهور لوبغاړي راشد خان د تمرین پر مهال په ملا کې ژوبل شوی دی.
کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، راشد خان پرون چهارشنبې سریلانکا سره د لوبو لپاره د تمرین پر مهال په ملا کې کم ژوبل شوی او ډاکتر د یوې اوونۍ به دمه کوي.
د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي له همدې امله ښاغلی خان له سریلانکا سره په لومړیو دوه یو ورځنیو لوبو کې نه شي لوبېدلی.
د یادونې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا جمعه د غبرګولي ۱۲ مه له سریلانکا ملي لوبډلې سره لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه تر سره کړي.
دا درې یو ورځنۍ لوبې چې د سریلانکا په همبانتوتا ښار کې تر سره کېږي د راتلونکي نړیوال جام لپاره د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.
جمهورخبري آژانس