۰

زرداری له ګوترېش سره پر افغانستان خبرې کړې دي

یکشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش سره د افغانستان پر وروستو حالاتو او بشري مرستو خبرې کړې دي.
زرداری له ګوترېش سره پر افغانستان خبرې کړې دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش سره د افغانستان پر وروستو حالاتو او بشري مرستو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلاول بوټو زرداري نیویارک کې د ملګرو ملتونو ملتونو بېلا بېلو غونډو کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی دی.

سرچینې زیاته کړې، نوموړي د دې سفر په جریان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي سره ولیدل او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم ورسره خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو دیوه سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ وکړ او له دغه هېواد سره یې پر بشري مرستو ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومت لخوا د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه هم خبرې وکړې او د دې فرمانونو د بېرته اخیستو غوښتنه یې وکړه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي