کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو او د هغوی د مرستیالانو د امنیت لپاره یې هغوی ته کابو پنځوس زرهي موټرونه ورکړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادو وزارت ویاند نن شنبې د زمري ۵ مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري ناستې پر مهال دا هم و و یل، چې د دغو موټرونو د وېش تر څنګ یې د هغوی د خوندیتوب أباره کلک امنیتي تدابیر هم نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټولو ولایتونو کې اړونده امنیتي ادراو ته په کلکه سپارښتنه شوې، چې د نوماندانو امنیت لپاره کلک تدابیر ونیسي، چې په وینا یې نیول شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې نوماندانو ته یو زرهي لنډکروزر او یو هایلکس موټر ورکړل شوي، چې دا یې د مرستیالانو لپاره هم دي او د دوی د امنیت لپاره ۹۰۰ ساتونکي هم په دندو ګمارل شوي دي.
رحیمي وایي، یو شمېر نوماندانو د دې موټر له اخیستو ډډه کړې او لامل یې دا ښودلی، چې د دې موټرو چلوونکي له امنیتي فلټره نه دي ایستل شوي.
کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د ټاکنو د امنیت او نوماندانو د امنیت ساتلو ډاډ ورکوي، چې ټاکل شوې سبا یکشنبې د زمري ۶ مه په رسمي ډول د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوماندانو کمپیاینونه پیل شي.
د یادونې ده، چې د ولسمشري غني او ډاکتر عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي او د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل