۰

امنیتي تړون؛ طالبان په اېښودل شویو پلونو پل ږدي

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
«د نورو په پلونو پل ږدي» دا یو پخوانی متل دی، ځینې یې متل هم نه‌بولي او ځینې نور یې مقوله بولي. په هرحال متل یا مقوله او یا هم یوه جمله، خو خبره دا ده چې طالبان د نورو په پلونو پل ږدي او هماغه واټن وهي چې نورو یو ځل مخکې وهلی دی.
امنیتي تړون؛ طالبان په اېښودل شویو پلونو پل ږدي
«د نورو په پلونو پل ږدي» دا یو پخوانی متل دی، ځینې یې متل هم نه‌بولي او ځینې نور یې مقوله بولي. په هرحال متل یا مقوله او یا هم یوه جمله، خو خبره دا ده چې طالبان د نورو په پلونو پل ږدي او هماغه واټن وهي چې نورو یو ځل مخکې وهلی دی.

دا متل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه رایاد شو. طالبان پرله‌پسې او بیا بیا د سولې په هره غونډه او ناسته کې په دې ټینګار لري چې بهرني ځواکونه(امریکايي قوتونه) دې له افغانستان څخه ووځي؛ هغه موضوع چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي تړون کې راغلې ده او ټول شرایط یې هلته ذکر شوي دي.

خو له حده زیات ټینګار د څه له‌پاره؟ طالبان د دې پرځای چې د سولې په خبرو اترو کې سولې ته د رسېدو په موخه اوربند ته لېوالتیا وښيي، ډېری وخت تظاهر کوي او له ځان څخه داسې یو انځور وړاندې کوي چې ګواکې یوازې دوی دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو فکر ورسره دی، او حکومت او یا پخوانیو حکومتي چارواکو چې اوس په حکومت کې نشته دی، په دې اړوند هېڅ هم نه‌دي کړي.

خو که چېرې د خپلې ټولنې واقعیتونو ته نظر ورکړو او له پېښو او پرېکړو څخه لږ څه دقیقه ارزونه او مطالعه ولرو؛ نو څرګنده به شي، هغه غوښتنه چې طالبان ورباندې اوس اوس خپله انرژي مصرفو، کلونه وړاندې نه‌یوازې له امریکايي لوري سره ورباندې خبرې شوې دي، بلکې په دې اړوند دوه‌اړخیز امنیتي تړون هم لاسلیک شوی دی. فقط اړتیا ده چې ځان لږ په زحمت او له پېښو او پرېکړو څخه ځانونه خبر وکړو.

که چېرې په دې کار وتوانېدو او د جګړې اوږدول او د ځاني امتیازاتو اخستنه مو هدف نه‌وي، په سر سترګو به ووینو چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون نه‌یوازې په ښکاره او واضح ډول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له‌پاره مهالوېش ټاکلی، بلکې هر لوري ته یې دا واک هم ورکړی، چې هرکله یې خوښه وي، کولای شي تړون فسخه او یا یې د موادو په رابطه د تعدیل وړاندیز وکړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په ۲۶مه ماده کې چې د فسخې، رغون(تعدیل) او تطبیق په اړوند کوم ټکي ذکر شوي، هغه کټ مټ دلته رانقلوو: «دا تړون د ۲۰۱۵میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې، له هغه وروسته نافذېږي چې لوري(طرفین) د ډپلوماتو مجراوو له لارې د خپلو کورنیو قوانینو د شرایطو په اړه چې د دغه تړون د تطبیق اړتیا جوړوي، یو بل ته خبر ورکړي. دا قرارداد د ۲۰۲۴میلادي کال تر پای او یا تر هغه ورهاخوا مودې پورې نافذ دی، مګر دا چې د دغې مادې څلورم بند ته په پام لغوه شي.» یعنې په دغه امنیتي تړون کې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی، د امریکا او یا هغو هېوادونو له‌پاره چې د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې حضور لري، ۲۰۲۴میلادي کال د پوځي همکاریو د پای مودې په توګه ټاکل شوی دی.

 د دې ترڅنګ په تړون کې دا ټکی هم په څرګنده راغلی چې هر لوری کولای شي تر ۲۰۲۴میلادي کال دمخه هغه فسخه کړي. د تړون د فسخې شرایط د ۲۶مې مادې په څلورم بند کې په دې ډول راغلي دي: «دا تړون د طرفینو کتبي هوکړې او یا د دواړو لوریو د یوه اړخ د کتبي خبرتیا پر اساس چې دوه کاله مخکې به ارایه کېږي، د ډپلوماتیکو مجراوو له لارې فسخه کېدلی شي.

د دغه تړون د ضمیمو او یا اجرايي تدابیرو فسخه کول د قرارداد د فسخه کېدو نه لامل کېږي. مګر د دغه بند مطابق د قرارداد فسخه کول، د ټولو ضمیمو او اجرايي تدبیرونو د فسخه کېدو لامل کېږي.» اوس د دغسې یوه مهم امنیتي تړون له شتون سره سره چې افغان حکومت یا افغان لوري یې پر مټ خپلې ملي ګتې په نظر کې نیولی شي او کولای شي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او نشتون په اړه پرېکړه وکړي، بیا هم وینو چې طالبان د دې پرځای چې جګړه ودروي او افغان غمېږي ته د پای ټکی کېږي، لیدل کېږي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پلمه د سولې خبرې اوږدوي او له حکومت سره خبرو ته نه‌کیني. حال دا چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، ملي اجماع او بین‌الافغاني خبرو اترو ته اړتیا لري، څو د دغسې خبرو اترو په نتیجه کې یو عمومي تفاهم رامنځ ته او د کابل او واشنګټن ترمنځ له شته امنیتي تړون څخه په ګټه‌اخستلو له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لاره چاره وپلټل شي.
 
له بلې خوا په دې وروستیو کې امریکې له طالبانو سره مذاکراتو ته زور ورکړی او ان د دوی ځینو غوښتنو ته یې لېوالتیا هم ښودلې ده، خو طالبان داسې انګېري چې ګواکې د دوی مقاومت او د جګړې دوام دې لامل شوی وي چې امریکا په افغانستان کې په خپلو پالیسیو او حضور بیا غور وکړي. خو واقعیت څه دی؟

رښتینې دا ده چې امریکایانو تر اوسه یوازې پر هغو ټکو له طالبانو سره خبرې او ژمنې کړې چې له دې وړاندې ورباندې له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېدلي؛ په تېره بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش چې له وړاندې ورباندې د کابل او واشنګټن په امنیتي تړون کې ټینګار شوی دی. سربېره پر دې امریکايي او ناټو ځواکونه د یوې سنجول شوې برنامې له مخې افغانستان ته راغلي او خپلې چارې تر لویه بریده د هغو هوکړه‌لیکونو او تړونونو په رڼا کې تنظیموي چې له حکومت سره یې لري او دلته پاتې دي.

امریکا چېرته هم دا نه‌دي ویلي چې د امنیتي تړون خلاف به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي، بلکې بیا بیا یې ټینګار کړی چې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته به وځي.

له بل اړخه ښايي په دې وروستیو کې طالبانو د امریکا د جمهور رئیس دونالډ ټرامپ له دې خبرې هم غلط برداشت کړی وي چې ویلي یې وو د «افغان جګړې ټول ښکېل لوري له جګړې ستړي شوي او غواړي سوله وکړي»، او اوس دې له دې کبله طالبانو ته دا تمه پیدا شوي وي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه له بدې ورځې د وتلو په اړه فکر کوي. اوس دا زموږ مسوولیت دی، څو په دې وپوهېږو چې دغسې څرګندونې او سنګرنیونې په سیاسي ‌ډګر کې یو عام او معمول کار دی او هر هېواد هڅه کوي چې د خپلو موخو او پلانونو د تطبیق په خاطر عامه افکار خپل کاندي.

سربېره پر دې دا هم ناشونې برېښي چې امریکا او یا نور هېوادونه چې په افغانستان کې پوځي حضور لري، له افغان حکومت سره دې د شوې امنیتي تړون خلاف طالبانو ته امتیازونه ومني.
 
بالاخره په هره اندازه چې د سولې خبرې پاشلې وي او طالبان بېلابېلو ادرسونو ته مراجعه وکړي او بین‌الافغاني مذاکراتو ته چې په مسکو کې یې د افغان سیاسیونو له لوري بنسټ کېښودل شو، شا واړوي، په هماغه کچه به یې پایلې کمزورې او بې‌ګټې وي، خو که چېرې د سولې ټولې هڅې منسجمې او خپل روڼ مسیر تعقیب کړي، ډېره اسانه ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي؛ هغه ټکی چې له وړاندې یې د کابل او واشنګټن ترمنځ په امضا شوي امنیتي تړون کې برخلیک روښانه شوی دی.
 
عنایت همدرد
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي