۰

ولسي جرګه له امریکا سره شوي امنیتي تړون بیا څېړي

چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۶
د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه، چې له امریکا سره پر شوي امنیتي تړون به له سره کتنه وکړي.
ولسي جرګه له امریکا سره شوي امنیتي تړون بیا څېړي
د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه، چې له امریکا سره پر شوي امنیتي تړون به له سره کتنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړون نن چهارشنبې په عمومي غونډه کې و ویل، چې دغه تړون د افغانستان له پاره هېڅ ډول ګټه نه ده کړې.

د وکیلانو په وینا د دغه تړون په کېدو سره نه یوازې امنیتي ستونزې کمې نه شوې، بلکې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي، او ولسي وګړي یې قرباني کېږي.

د جرګې غړي وايي، په افغانستان کې ورستیو زیاتو ناامنیو ته په کتو دوی نه پوهېږي، چې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ شوی امنیتي تړون په څه معنا دی.

د دوی په وینا په داسې حال کې، چې په افغانستان کې امنیت حالت ورځ تر بلې خرابېژي، خو بهرني ځواکونه یې پر وړاندې چوپ دي.

وکیلانو پر غزني د طالبانو برید ته په اشارې سره و ویل، چې په دې جګړه کې د پاکستانیانو وژل کېدو دا وښوده چې د یاد هېواد پوځيان عملاً د افغانستان په جګړه کې برخه لري.

چې په وینا یې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې باید امریکا د دې پوښته وکړي، خو امریکا چوپ ده او دوی یې د دغه چوپتیا په معنا نه پوهېږي.

دی وايي، دغه سند د ولسي جرګې د غړو له لوري تایید شوی دی او اوس د دې وخت دی چې همدا مجلس یې د بیا کتنې او یا لغوې لپاره جدي اقدامات وکړي.

جرګې د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه چې په نېږدې وخت کې به په دې جرګه کې د امنیتي تړون په موادو د جرګې د غړو له خوا بحثونه پیل شي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په پارلمان کې له تېرو دریو ورځو راهیسې هر ورځ له امریکا سره پر شوي امنیتي تړون نېوکې کېږي او د جرګې ګڼ شمېر غړي د دغه تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي.

پرون مشرانو جرګې هم پر دې تړون نیوکه وکړه او د هغه د بیا څېړلو غوښتنه یې وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي