۰

ولسمشر کاپیسا ولایت کې د ولسي پاڅونوال د تمویل امر ورکړی

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې په کاپیسا ولایت کې د ولسي پاڅونوالو ملاتړ او تمویل وکړي.
ولسمشر کاپیسا ولایت کې د ولسي پاڅونوال د تمویل امر ورکړی
ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې په کاپیسا ولایت کې د ولسي پاڅونوالو ملاتړ او تمویل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د سلواغې ۲۹ مه مازیګر مهال د کاپیسا ولایت له یو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویلي په دغه ناسته کې د کاپیسا د مشرانو په استازیتوب عبدالقدوس له وسله والو مخالفینو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او مرسته وستایله او غوښتنه یې وکړه، چې پاڅونوال باید تر دې نور هم تمویل شي او د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته باید پاملرنه وشي.

د کاپیسا مشرانو دغه راز په دې ناسته کې د ښوونځیو، روغتونو، جوماتونو، لویې لارې، برېښتا او امنیت په برخه کې خپلې طرحې له ولسمشر غني سره شریکې کړې.

ولسمشر غني هم د دغه قومي مشرانو او په تول کې د کاپیسا له خلکو مننه وکړه، ځکه په وینا یې د هغوی مبارزې او قربانیو د شپږو ولایتونو په ځانګړي ډول د کابل په امنیت مثبت اغېز کړی دی.

دغه راز ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې کاپیسا کې ولسي پاڅونوال تمویل کړي او د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته په وخت رسیدګي وکړي.

ښاغلي غني په ټینګار سره و ویل، چې په کاپیسا کې باید له دښمن څخه د پاکو شویو سیمو امنیت او خوندیتوب ته باید جدي پاملرنه وشي.

همدارنګه ولسمشر غني قومي مشرانو او مخور ته ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به په خپل وخت او زمان امکاناتو ته په پام سره څېړي او عملي کوي به یې.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، کاپیسا چې یو وخت د تمدن مرکز و باید بېرته خپل برم او عزمت ته ښايي ورېږي، ځکه د کاپیسا د خلکو، هېوادنۍ مینه، عشق، اخلاص او لوی والي ټولو ته معلوم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي