راپورونه وايي، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۱ برمته شوي کسان یې ترې راخوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، کمانډو ځواکونو پرون جمعه د لیندۍ ۱۶ مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.
سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه چې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي و، آزاد شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې له دې وړاندې هم کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو ځینې زندانونه مات کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل