د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي، چې په دغه مرسته کې د ښوونکو ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملې دي چې هره کڅوړه یې یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه د اړتیا وړ تدریسي مواد لري چې ډېر ژر به د ۲۸۸ ښوونځیو د صنفي اصولو پر ښوونکو ووېشل شي.
عرب زیاته کړه چې د یادو تدریسي توکو له وېش وروسته به د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ښوونکي د تدریس پر مهال له شته ستونزو خلاص او زدهکوونکو ته به معیاري تدریس وکړي.
جمهورخبري آژانس