دا په زړه پورې ده ۰
ایراني رسنيو د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی، چې د هرات او اسلام کلا له ګمرکونو څخه د ایران دوغارون بندر ته د ټرانسپورټي موټرو تګ د تېرې میاشتې په پرتله ۴۰ سلنه ډير شوی دی.
له افغانستانه دوغارون ته د ترانسپورټي موټرو تګ ۴۰ سلنه ډير شوی
ایراني رسنيو د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی، چې د هرات او اسلام کلا له ګمرکونو څخه د ایران دوغارون بندر ته د ټرانسپورټي موټرو تګ د تېرې میاشتې په پرتله ۴۰ سلنه ډير شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مهدي رجبي ویلي، چې له افغانستانه هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ایراني او بهرني باروړونکې یا خالي لارۍ له دغه سرحده تګ راتګ کوي.

د نوموړي په خبره پخوا د موټر دا شمېر یوازې ۵۰۰ وو. هغه وایي، وړاندې تردې ایراني موټر چلوونکو د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د اوږدې تم کېدا په اړه هم شکایتونه لرل.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdch-inz623n6qd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته