د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس، د سره صلیب نړيوال فدراسیون له سرپرست احمد سلیمان سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو پر پراخوالي خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې، ملا نورالدین ترابي د تورخم فرضي کرښې ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل؛ موږ د یوې اونۍ په موده کې وتوانېدو چې، په زور د ایستل شویو کډوالو لپاره یو معیاري پنډغالی د لومړنیو امکاناتو په درلودو سره جوړ کړو.
د سره صلیب نړيوال فدراسیون سرپرست د تېرو ناستو د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې ټول وړاندې شوي موضوعات له همکارو بنسټونو سره شریک شوي او عملي اقدامات د ترسره کېدو په حال کې دي.
جمهورخبري آژانس