د نورستان ولایتي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په «دواب» ولسوالۍ کې د یوې بولۍ له لارې د نږدې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت ګرانبیه ډبرې پلورل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نورستان ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې د «کونزایټ او بیروج» ګرانبیه ډبرو بولۍ د یاد ولایت د کانونو رياست، په مشرۍ له اړوند ادارو څخه په تشکیل شوې کمېټه کې شوې ده.
د نورستان ولایت مقام په خبرپاڼه کې دا بولۍ شفافه بلل شوې او ویل شوي چې د ۴۲ میلیونه ۸۱۴ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت ګرانبیه قېمتي ډبرې ګټونکي لوري ته سپارل شوي، او پیسې د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
جمهورخبري آژانس