د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د څلورو درملتونونو، لابراتوارونو او د خوراکي توکو پلورنځیو د تړلو اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې (د وږي ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار ولایت په شیوه ولسوالۍ کې یو شمیر روغتیايي مرکزونه، درملتونونه، لابراتوارونه، هوټلونه او د خوراکي توکو پلورنځي معاینه شوي دي.
د تفتیش په جریان کې، ۵۰۰ کیلوګرامه تاریخ تېر او غیر معیاري خواړه او درمل راټول شوي او د ویجاړولو لپاره ځانګړي ځای ته لیږدول شوي دي.
طالبانو ویلي چې دوه درملتونونه، یو لابراتوار او د خوراکي توکو پلورنځی د روغتیا قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي، ترڅو د غیر معیاري او بې کیفیته خدماتو وړاندې کولو مخه ونیول شي.
جمهورخبري آژانس