۰
ملا هبت الله طالب چارواکو ته:

هغه کسان په دندو وګمارۍ چې د نظام په ګټه وي

سی شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۸
د طالبانو مشر د خپل حکومت له غړو غوښتي چې دولتي مسوولیتونه او دندې وړ کسانو ته وسپاري.
هغه کسان په دندو وګمارۍ چې د نظام په ګټه وي
د طالبانو مشر د خپل حکومت له غړو غوښتي چې دولتي مسوولیتونه او دندې وړ کسانو ته وسپاري.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هبت الله دا خبرې په یوه غږیز پیغام کې چې پرون دوشنبې د (وږي ۲۴ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اکس پاڼه خپور کړی، کړې دي.
 
ملا هبت الله په دې پیغام کې زیاته کړې، هغه کسان باید وګمارل شي چې د نظام په ګټه وي.
د طالبانو مشر د خپل حکومت غړو ته خطاب کې خبرداری ورکړی چې په زور نه شي کولای پر خلکو حکومت وکړي.
 
هغه ویلي، که د خلکو اعتبار او وړتیا ته درناوی ونه شي، عمومي باور به له لاسه ورکړي؛ لکه څنګه چې د ده په خبره پخواني رژیمونه د وزارتونو او ولایتونو د خپلو ملګرو او خپلوانو په سپارلو سره ړنګ شول.

نوموړي زیاته کړې«نن پر تاسو د خلکو اعتماد دی، چې دا اسلامي امارت په مستقبل کې موږ ته ګټې راوړي او زموږ په نفع به وي، که دا شان کار غیر اهل ته وسپارل شو نو بیا خو یقیني ده چې هغه به پر نظام نه پوهېږي، نظام به چپ چلوي، لکه تا چې موټروان چې موټر نه وي زده او په لاس دې ورکړي وي، چې به ځان تباه کوي او هم به خلک تباه کوي.»

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي