په بدخشان ولایت کې سیمه ییز طالبان وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې څلور تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار نن سې شنبې (د وږي۲۵ مه) وویل چې د دې ولایت د کشم ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې د دوو موټرسایکلونو ترمنځ په ټکر کې یو کس وژل شوی او د یو ماشوم په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، د پیښې ټپیان د کشم ولسوالۍ روغتیایی مرکز ته لیږدول شوي او د یو تن روغتیايي حالت یې جدي ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ترافیکي پیښې د پام وړ زیاتې شوي او هره ورځ لسګونه هیوادوال وژل کیږي.
جمهورخبري آژآنس