د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې شورا به په دریو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې ده چې دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د افغانستان د سیاسي، حکومتدارۍ، امنیتي، اقتصادي، بشري حقونو او بشري بحران په اړه یو نوی راپور وړاندې کړي.
د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د وروستي ځل لپاره د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره به د هغې ماموریت پای ته ورسیږي.
د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ویلي چې تمه کیږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راتلونکې استازې به د بشري حقونو په مسلو تمرکز وکړي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د سې شنبې په ورځ ترسره شي، خو غونډه به یوه ورځ، د دې اونۍ د چهارشنبې تر سهاره وځنډول شي.
جمهورخبري آژانس