۰

په هرات ولایت کې د غلا په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۲۳
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې د غلا په تړاو د ۱۳ کسانو د نیولو اعلان وکړ.
په هرات ولایت کې د غلا په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې د غلا په تړاو د ۱۳ کسانو د نیولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د وږي ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هرات ولایت د پولیسو د قوماندانۍ جنایي پولیسو د ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د وسله والو او بې وسلې غلاوو په شک ۱۳ کسان نیولي او د اړوندو دوسیو بشپړولو وروسته، عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: د پولیسو لخوا ۹ غلا شوي سمارټ فونونه هم کشف شوي او د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د هغوی مالکینو ته سپارل شوي دي.

وزارت په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، وژنې، قاچاق، هوايي ډزو او قاچاق په تړاو ۱۶ کسان نیولي دي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې اته کسان د دایکندي ولایت څخه، څلور له هرات څخه، دوه له نیمروز څخه او دوه له ننګرهار او هلمند ولایتونو څخه نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي