د طالبانو برېښنا شرکت مشر د متحده عربي اماراتو د GSU شرکت له اجرایوي رییس سره د ۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو برېښنا شرکت نن شنبې (د وږي ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په جریان کې د GSU شرکت له اجرایوي رییس سره ولیدل او د برېښنا تولید، لیږد او ویش پروژو د پلي کولو په اړه یې بحث وکړ.
دواړو خواوو د ۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژې د پیل په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې - یوه پروژه چې د پانګونې د راجلبولو او د افغانستان د برېښنا سکتور د ملاتړ په کنفرانس کې د تفاهم یادداشت لاسلیک شو.
دا پروژه به د GSU شرکت او غضنفر ګروپ لخوا په ګډه پلي شي.
GSU یو له هغو لویو شرکتونو څخه دی چې پدې وروستیو کې یې د افغانستان د برېښنا سکتور کې پانګونه پیل کړې ده.
شرکت د طالبانو پلاوي ته دا ډاډ هم ورکړی چې په مختلفو سکتورونو کې به پانګونه وکړي، په شمول د بریښنا د لیږد لینونو او سب سټیشنونو جوړول.
جمهورخبري آژآنس