د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو اتریش ته د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر کولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو نن شنبې(د وږي ۲۲ مه) رسنیو ته وویل چې د دې ډلې یو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی دی.
د دې سفر اصلي موخه د اتریش د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د افغانستان د سیاسي استازولۍ او قونسلګرۍ خدماتو په اړه خبرې کول دي.
طالبانو ویلي چې پلاوی هڅه کوي چې په رسمي غونډو کې د حل لارې ولټوي ترڅو په اروپا کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ فعالیتونه تنظیم کړي او په اتریش او نورو اروپایي هیوادونو کې میشتو افغان اتباعو ته قونسلګرۍ خدمات څنګه وړاندې کړي.
د اتریش چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژآنس