۰

سویس د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکي ورکړل

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۳۳
د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې د سویس څخه د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته د ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکو د رسولو اعلان وکړ.
سویس د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکي ورکړل
د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې د سویس څخه د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته د ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکو د رسولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د افغان سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر نن سې شنبه (د وږي ۱۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د سویس پراختیا او همکارۍ دفتر، د کونړ ولایت د زلزله ځپلو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغان سرې میاشتې د ناورین د څانګې مشر محمد صالح اخوندزاده ته ۲۰ ټنه غیر خوراکي توکي وسپارل.

آغلې کیس وویل چې هغه هڅه کوي چې په افغانستان کې د هر ډول طبیعي پیښو په صورت کې د قربانیانو اړتیاوې پوره کړي.

هغې دا ژمنه هم وکړه چې دوی به په کونړ کې د زلزله ځپلو د وضعیت د حل او ښه کولو لپاره نورې مرستې هم وکړي.

په دې مرسته کې ۳۱۰ خیمې او ۳۰۰ د ژمنیو جامو کڅوړې شاملې دي چې د کونړ ولایت اغیزمنو کورنیو ته به وویشل شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي