د افغانستان لپاره د سره صلیب کمیټې مشره وايي چې په کونړ ولایت کې د زلزلې وروسته بندې شوې لارې بې ساري ننګونې لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د سره صلیب کمیټې مشرې میرمن کاترینا ریټز نن دوشنبې (د وږي ۱۷ مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي:«په کونړ ولایت کې د زلزلې وروسته بندې شوې لارې پاکول د سیمې د سختو او غرنیو سیمو له امله بې ساري ننګونې لري.»
هغې زیاته کړه: «موږ د سیمه ایزو چارواکو سره خپل ملاتړ زیات کړی ترڅو لرې پرتو ټولنو ته لاسرسی بیرته ترلاسه کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې حیاتي مرستې اړمنو خلکو ته ورسیږي.»
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ په دې ولایت کې په زلزله کې زرګونه خلک مړه او زرګونه نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژآنس